نړۍ

پر نووروسیسک د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو برید؛ ۴ کسان وژل شوي

د روسیې د کراسنودار والي وینیامین کوندراتیف ویلي، چې د اوکراین له خوا د نووروسیسک ښار پر وړاندې د بې‌پیلوټه الوتکو د برید په پایله کې څلور کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي.

په همدې وخت کې، د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو تېره شپه د روسیې پر بېلابېلو سیمو، د کورسک، روستوف، کراسنودار، کریمیا او تور سمندرګي په ګډون، ۵۹۶ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې کشف او له منځه وړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button