والسټریټ ژورنال د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې ایران د دوشنبې په ورځ په وروستیو څو ورځو کې د دویم ځل لپاره د امریکا د سمندري ځواکونو پر بېړیو برید کړی دی.
د دغه امریکايي چارواکي په وینا، د جمعې په ورځ هم د امریکا یوه الوتکهوړونکې بېړۍ او یوه ویجاړونکې بېړۍ د ایران د بالستیک توغندیو هدف ګرځېدلې وې؛ خو په راپور کې نه دي ویل شوي چې د دوشنبې په برید کې کوم ډول بېړۍ په نښه شوې دي.
والسټریټ ژورنال لیکلي چې امریکايي چارواکي د ایران له خوا د لا پرمختللو وسلو او توغندیزو وړتیاوو د کارولو په اړه اندېښمن دي.
په همدې حال کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې امریکايي ځواکونو پر پنځو تېلوړونکو بېړیو چې ایراني خام نفت یې لېږدول، ډزې کړې دي. دا کار وروسته له هغه شوی چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې دوه ځله یوه امریکايي جنګي بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه کړې وه.
دغه ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د والسټریټ ژورنال راپور د امریکايي چارواکو د ایران د توغندیزو وړتیاوو د پراختیا او د دې هېواد د وړتیا په اړه د هغوی اندېښنه څرګندوي چې ښايي د امریکا د سمندري ځواکونو نورې بېړۍ هم په نښه کړي.








