له بېلابېلو لارو افغانستان ته د ۱۹۱ کورنیو بېرته ستنېدل؛ د ملاتړ خدمتونه وړاندې شول
د مهاجرینو د ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، چې پرون ۱۹۱ کورنۍ، چې ۸۸۶ کسان کېږي، د تورخم، سپینبولدک، پل ابریشم او اسلامقلعه له لارو افغانستان ته بېرته ستنې شوې دي او د سلګونو کورنیو لپاره ترانسپورټي، مالي، روغتیايي او خوراکي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د دغه کمېسیون د دارالانشاء د ورځني راپور پر بنسټ، د دوشنبې په ورځ د وږي ۱۶مه، په ننګرهار کې د تورخم له لارې ۷۷ کورنۍ، چې ۴۱۳ کسان کېږي، ثبت او ۹۵ کورنۍ، چې ۵۱۸ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته انتقال شوې دي.
د هغوی د انتقال لپاره ۳۷۳ زره او ۲۳۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه ورکړل شوې او له ۱۱۶ کورنیو سره ۹۶۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده. همداراز یو زر او ۷۴۶ وخته خواړه او ۸۲ سیمکارتونه وېشل شوي او ۴۹۱ ناروغان تداوي شوي دي.
په کندهار کې د سپینبولدک له لارې هم ۱۹ کورنۍ، چې ۱۰۲ کسان کېږي، ثبت او ۱۹ کورنۍ، چې ۹۵ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته انتقال شوې دي.
په دې لاره کې د انتقال لپاره ۲۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې، له ۲۰ کورنیو سره ۱۸۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او ۲۵۱ وخته خواړه او ۱۸ سیمکارتونه وېشل شوي دي.
په نیمروز کې د پل ابریشم له لارې ۶۴ کورنۍ، چې ۲۶۱ کسان کېږي، ثبت شوې دي او یو زر او ۶۷۲ مسافر هم هېواد ته داخل شوي دي. په دې لاره کې له څلورو کورنیو سره ۳۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او ۳۷۰ وخته خواړه وېشل شوي دي.
په هرات کې د اسلامقلعه له لارې ۳۱ کورنۍ، چې ۱۱۰ کسان کېږي، ثبت شوې او له همدې شمېر کورنیو سره ۲۱۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده. همداراز دوه زره او ۲۴۰ وخته خواړه وېشل شوي او ۵۲۷ ناروغان تداوي شوي دي.
په کابل کې هم ۲۳ کورنۍ، چې ۹۶ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته انتقال شوې دي او د هغوی د انتقال لپاره ۱۰۷ زره او ۵۵۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده۰








