نړۍ
درنو چاودنو کییف ولړزاوه؛ د اوکراین پلازمېنه د توغندیزو بریدونو هدف وګرځېده
اوکرایني رسنیو د سېشنبې په سهار د دغه هېواد په پلازمېنه کییف کې د څو زورورو چاودنو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی؛ دغه چاودنې په داسې مهال شوې دي چې ۷۲ ساعته اوربند پای ته رسېدلی او د اوکراین په ډېرو سیمو کې د هوايي بریدونو د ګواښ خبرداری ورکړل شوی دی.
د اوکرایني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، روسیې په دې برید کې له اسکندر-ام، کېان-۲۳ بالستیک توغندیو، د زیرکان هایپرسونیک توغندي او کروز توغندیو له ترکیب څخه کار اخیستی دی.
ځايي سرچینو همداراز ادعا کړې چې لږ تر لږه ۳۰ د کېاېچ-۱۰۱ کروز توغندي د روسیې د اسمولنسک ولایت له پاسه د اوکراین د ځینو موخو پر لور روان وو.
ویتالي کلیچکو، د کییف ښاروال، د توغندیو د لګېدو په تایید سره ویلي چې د اوکراین پلازمېنه د روسیې د بالستیک توغندیز برید هدف ګرځېدلې ده.








