په تېرو پنځو کلونو کې د ۷۹۷ زره او ۶۷۸ قضیو ته رسېدنه
ستره محکمه وايي، چې په تېرو پنځو کلونو کې په ټول افغانستان کې ۷۹۷ زره او ۶۷۸ قضیو ته رسېدنه شوې ده.
د دې ادارې مسوولین وايي، د دغو قضیو د رسېدنې په بهیر کې، د قضیو د څېړنې ترڅنګ، د هرې قضیې اړوند اسناد، شواهد او معلومات هم په دقیقه توګه ارزول شوي او د دواړو لورو حقوق، شرعي اصول او د عادلانه پرېکړې نیول په پام کې نیول شوي دي.
د سترې محکمې د معلوماتو پر بنسټ، په همدې موده کې ۷۲۳ زره او ۵۳۰ شرعي اسنادو، چې نکاحخط، قباله او زوجیتخط هم پکې شامل دي، ته هم رسېدنه شوې ده.
دغه اداره وايي، د شرعي اسنادو د ثبت او اجرا په بهیر کې د دقت، صحت، اعتبار او د شرعي اصولو د رعایت په برخه کې ځانګړې پاملرنه شوې ده.
سترې محکمې همدارنګه اعلان کړی، چې په تېرو پنځو کلونو کې ۱۶ زره او ۴۶۸ بندیان عفو شوي او د ۱۱ زره او ۱۵۹ بندیانو د بند په موده کې هم تخفیف ورکړل شوی دی.
سترې محکمې ټینګار کړی، چې د قضايي نظام د پیاوړتیا، د عدالت د تأمین، د ظلم د مخنیوي، د خلکو د حقوقو د ساتنې او د روڼو او عادلانه قضايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.








