د امریکا مرکزي قومانده (سنټکام) په یوه بیان کې ادعا وکړه چې امریکایي ځواکونو د ایراني ځواکونو پر وړاندې “محدود او دقیق” برید ترسره کړ چې د سازمان په وینا، په هرمز تنګي کې ماینونه ایښودل.
سنټکام ایران هم د هرمز تنګي کې د “ګواښ” د رامینځته کولو مسؤل وباله.
په ورته وخت کې، د یکشنبې په ماښام، راپور ورکړل شو چې امریکایي ځواکونو د ایران په هرمزګان ولایت کې د لارک ټاپو د برید لپاره له ډرون څخه کار اخیستی؛ د خپرو شویو راپورونو له مخې، په برید کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي دي.
#امریکا #ایران #سنټکام #لارک_ټاټوبی #هورمزګان #د_هرمز_تنګي #ډرون_برید #سفیر_ټی وی








