نړۍ

په ویانا کې له یوه موزیم څخه د مصر د پخوانۍ ملکې د څو میلیونه ډالرو په ارزښت د غاړکۍ غلا

دوو غلو د ورځې په رڼا کې د غلا پر مهال هغه تاریخي غاړکۍ چې د مصر پخوانۍ ملکې نازلي صبري ته منسوبه ده، د ویانا د تطبیقي هنرونو له موزیم (MAK) څخه غلا کړې ده.

دغه غاړکۍ ۶۷۳ الماسونه لري او وزن یې له ۲۰۰ قیراطو څخه زیات دی. دا غاړکۍ د «ون کلیف اند آرپلز» د ګاڼو د اثارو په یوه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوې وه او په ۲۰۱۵ کال کې د «ساتبیز» په لیلام کې د ۴.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت پلورل شوې وه.

دوو غلو له دې وروسته چې د عادي لیدونکو په توګه موزیم ته ننوتل، د څټک په وسیله یې د نندارې د ښیښې پوښ مات کړ او غاړکۍ یې وتښتوله. د اتریش پولیسو د شکمنو کسانو انځورونه خپاره کړي او د هغوی د نیولو لپاره څېړنې روانې دي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button