د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس مولوي شعیب بریالی، په مالیزیا کې د افغانستان د سرپرست سفیر نقیب الله احمدي سره یوځای، د مالیزیا د تخنیکي همکارۍ پروګرام له رییس دورین جیک سره ولیدل.
په دې ناسته کې، دواړو لوریو د چارواکو د ظرفیت لوړولو، د نظرونو تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي ډیالوګ پراخولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو پر ارزښت ټینګار وکړ.
دواړو لوریو همدارنګه په تخنیکي برخو کې د دوامداره همکارۍ او د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا هیله څرګنده کړه.
#افغانستان #مالیزیا #دوه اړخیزې_اړیکې #تخنیکي_همکاري #ډیپلوماسي #د_بهرنیو_چارو_وزارت #سفیر_ټی وی







