افغانستانسیمه

محمود خان اڅکزی: پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې خپله دښمني ودروي

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان پر وړاندې خپله دښمني ودروي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره کار وکړي.

د جمعیت علمای اسلام پاکستان د مشر مولانا فضل الرحمن په کوربه توب د اپوزیسیون ګوندونو په غونډه کې د وینا پر مهال، اڅکزي وویل چې د پاکستان حکومت باید د افغانستان د دښمنانه چلند په اړه شواهد وړاندې کړي او که قناعت یې وشي، نو اپوزیسیون به د حکومت د دریځ ملاتړ وکړي.

هغه د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه هم وغوښتل چې د سعودي عربستان او ترکیې سره د وروستي دفاعي تړون په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي او دا چې ایران او مصر هم باید په دې تړون کې شامل شي ترڅو یو ګډ اسلامي ځواک جوړ شي.

#پاکستان #افغانستان #محمود_خان_اڅکزی #شهباز_شریف #سعودي_عربستان #ترکیه #ایران #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button