سیمه
عمران خان د روغتون له معاینې وروسته بیرته زندان ته راستون شو
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د طبي معاینې لپاره په اسلام آباد کې د شفا نړیوال خصوصي روغتون ته لیږدول کیدو وروسته بیرته د راولپنډۍ اډیاله زندان ته راستون شو.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند وویل چې عمران خان د پاکستان د سترې محکمې په امر روغتون ته لیږدول شوی او د طبي معایناتو وروسته زندان ته لیږدول شوی دی.
د پاکستان سترې محکمې مخکې امر کړی و چې عمران خان د طبي بورډ لخوا معاینه شي ترڅو د هغه روغتیا، په ځانګړي توګه د هغه د لید ستونزې وڅیړي.
د معایناتو د پایلو او د عمران خان د روغتیا په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.
#پاکستان #عمران خان #د محکمې_چیئرمین #عدالت_تحریک #اسلام آباد #سفیر_ټلویزیون
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/35219








