افغانستانویډیويي راپور

د قطر سفیر د لومړي ځل لپاره پنجشیر ولایت ته سفر وکړ

د قطر سفیر د لومړي ځل لپاره پنجشیر ولایت ته سفر وکړ او د ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره یې ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې لیدنه کې، د پنجشیر والي د افغانستان او قطر ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د اسلامي هیوادونو، په ځانګړې توګه د عربي سوداګرو لخوا په دې ولایت کې د پانګونې د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

د قطر سفیر هم افغانستان د قطر یو ورور هیواد او د اوږدې مودې ملګری وباله او د افغانستان لپاره یې د خپل هیواد په ملاتړ ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې قطر هوډ لري چې په پنجشیر کې بیلابیلې پروژې پلي کړي او د تازه او وچو میوو د پروسس شرکتونو په جوړولو کې به پانګونه وکړي.

#پنجشیر #قطر #افغانستان #پانګه اچونه #د میوو_پروسس #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button