نړۍ
په کینیا کې د ګرځندویانو د چورلکې د غورځېدو له امله ۷ کسان ووژل شول
د شمالي کینیا په سامبورو سیمه کې د ګرځندویانو د چورلکې د غورځېدو له امله اووه کسان، چې پنځه امریکایان او د ایکوادور د استخباراتي ادارې مشر هم پکې شامل وو، مړه شول.
د ایکوادور د استخباراتو مشر، میشل سینسی-کونټوګی، او د هغه میرمن، سټیفني هالیهان، چې هغه هم یوه امریکایی وه، په دې پیښه کې ووژل شول.
چورلکه د شمالي کینیا کې د ځنګلي ژوند خوندي ځای ته روانه وه چې وغورځېده؛ د غورځېدو لامل لا تر اوسه نه دی معلوم.
د کینیا سره صلیب وویل چې د لټون او ژغورنې عملیات د سختې ځمکې او د پیښې په ځای کې د اور له امله له خنډ سره مخ دي.
#کینیا #هلیکوپټر ټکر #پیښې #امریکا #ایکواډور #سفیر تلویزیون







