نړۍ

په کلکته هوټل کې اورلګېدنې ۹ کسان وژلي

د هند په ختیځ ښار کلکته کې په یوه هوټل کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز په وینا، اور د سهار شاوخوا ۲:۵۰ بجې د هوټل په دوهم پوړ کې ولګېد او اور وژونکو یې له یو ساعت څخه په کم وخت کې کنټرول کړ.

پولیسو وویل چې شاوخوا ۳۰ کسان له ودانۍ څخه په خوندي ډول ایستل شوي دي؛ ګومان کیږي چې د اور لګېدو لامل د بریښنا شارټ سرکټ و، که څه هم د پیښې د دقیق لامل د ټاکلو لپاره پلټنې روانې دي.

#هند #کولکاته #اور #پیښې #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button