نړۍ

ټرمپ چې “ټرمپ ۲۰۲۸” خولۍ یې اغوستې ده یو ځل بیا د دریم نوماندۍ په اړه ګنګوسې زیاتوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د هغه د احتمالي نوماندۍ په اړه بحثونه زیات کړي دي، د خپل یوه انځور په خپرولو سره چې د “ټرمپ ۲۰۲۸” خولۍ یې اغوستې ده او د هغې تر څنګ یې “موږ به وګټو” کلمې لیکلې دي.

د دې انځور خپرول د ټرمپ د مخالفینو، په ځانګړې توګه د امریکا د کیڼ اړخو له خوا د پراخ غبرګون سره مخ شوي، او ځینو یې دا د هغه د بیا ټاکنیزې سیالۍ کې د ګډون کولو د لیوالتیا نښه ګڼلې ده.

ټرمپ په وروستیو کلونو کې څو ځله په ۲۰۲۸ کال کې د بیا نوماندۍ د امکان په اړه خبرې کړې دي؛ یو داسې اقدام چې که پلي شي، نو د دریمې ولسمشرۍ دورې د ګټلو لپاره به د هغه د هڅې معنی ولري؛ یوه مسله چې د امریکا د اساسي قانون لخوا محدوده ده.

#امریکا #ډونالډ ټرمپ #۲۰۲۸ ټاکنې #سیاست #سفیر تلویزیون

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button