افغانستان
حقاني: موږ به په شریعت جوړونه کې جوړجاړی ونه کړو او د حکومت په جوړولو کې به د چا امر ونه منو
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیر احمد حقاني ویلي دي چې اسلامي امارت د آزادۍ لپاره “قربانۍ ورکړې” او د شل کلن اشغال په وړاندې یې مقاومت کړی دی.
هغه زیاته کړه چې په راتلونکي کې د مقاومت اراده شتون لري او “موږ به هیڅکله په شریعت جوړونه کې جوړجاړی ونه کړو.”
حقاني وویل چې د حکومت په جوړولو کې، “موږ د چا امر نه دی منلی او په راتلونکي کې به یې ونه منو.”
د اطلاعاتو او کلتور وزیر دا هم وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پرمهال، خلکو عبادت کاوه، خو د هغه په وینا، معاملې او حکومتي سیستم د شریعت سره سم نه وو.
هغه زیاته کړه چې “خالص شریعت د ډیموکراسۍ ځای نیولی دی.”
#افغانستان #اسلامي امارت #شیر احمد حقاني #د اطلاعاتو او کلتور وزارت #سفیر_ټی وی








