افغانستان
په میدان وردګو کې ۱۳۴ کیلوګرامه مخدره توکي نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د یوه موټر د پلټنې پر مهال ۱۳۴ کیلوګرامه مخدره توکي چې له بدخشان څخه هلمند ته قاچاق کېدل نیولي دي.
د دې قضیې په تړاو څلور کسان نیول شوي او ټاکل شوې ده چې د دوی د دوسیو له بشپړولو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
#میدان_وردک #بدخشان #هلمند #مخدره توکي #د_مخدره توکو_سره_د_ مبارزې #د_کورنیو_چارو_وزارت #افغانستان #سفیر_ټی وی








