سیمه
په موچه باندې د یمني بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي
په یمن کې د سعودي ملاتړو ځواکونو اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ د موچه په بندر باندې د توغندیو او ډرون بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
المسیره تلویزیون راپور ورکړی چې په موچه کې د یمني وسله والو ځواکونو په عملیاتو کې ګڼ شمیر سعودي افسران هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.
المسیره د خپلو سرچینو په حواله زیاته کړې چې د لویدیځ ساحل په سیمه کې د سعودي ملاتړو ځواکونو د مهماتو په ډیپوګانو کې چاودنې دوام لري.
#یمن #موچه #سعودي_عربستان #د توغندیو_بریدونه #ډرون_بریدونه #لویدیځ_ساحلي #سفیر_ټی وی








