افغانستانسیمه

د ټاپي ګازو د پېرلو تړون د افغان ګازو او ترکمن ګازو ترمنځ لاسلیک شو

د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي مشر قربان قلي بردي محمدوف په شتون کې، د ټاپي ګازو د پېرلو تړون د هرات ولایت په تورګنډي کې د اماراتي افغان ګازو شرکت او د ترکمن ګازو شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د دې تړون پر بنسټ، د ګازو بیه، د افغانستان د اړتیاوو اندازه، او د ټاپي ګازو د وېش پروسه به وټاکل شي.

#ټاپي #افغانستان #ترکمنستان #ګاز #هرات #انرژي #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button