د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق اعلان وکړ چې د حکومتونو د پیژندلو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو پریکړه د سازمان د غړو هیوادونو په صلاحیت کې ده، نه پخپله د ملګرو ملتونو.
هغه وویل چې تر اوسه هیڅ هیواد د ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د نیولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی، او د غړو هیوادونو ترمنځ پدې اړه هیڅ پروسه شتون نلري.
فرحان حق د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي په اړه هم وویل چې دې استازي لا خپل کار نه دی پیل کړی؛ د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه پدې اړه تبصره نه ده کړې.
#افغانستان #ملګري ملتونه #افغانستان_مشر #اسلامي_امارت #سفیر_ټی وی








