افغانستانسیمه

په مسکو کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر د ایران له سفیر سره وکتل

په مسکو کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر کاظم جلالي سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، روغتیا او کلتوري برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او د دې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو یې بحث وکړ.

د دواړو هېوادونو سفیرانو د قونسلګرۍ د همکارۍ د پراختیا، د اتباعو د تګ راتګ د اسانتیا او د افغانستان او ایران د سفارتونو ترمنځ د دوامداره همغږۍ او نږدې اړیکو په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

#افغانستان #ایران #روسیه #مسکو #دوه اړخیزې_اړیکې #ډیپلوماسي #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button