افغانستان

په هلمند کې د ۹۴ متره څاه څخه یو اووه کلن ماشوم ژوندی وژغورل شو

د ملي دفاع وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې یو اووه کلن ماشوم چې د جمعې په ورځ (۹ اسد ۱۴۰۵) د ماسپښین شاوخوا ۳:۰۰ بجې د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ په یوه سیمه کې په ۹۴ متره څاه کې ولوېد، د وزارت د ژغورنې ټیم لخوا ژوندی وژغورل شو.

د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د ژغورنې عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي او د ژغورل شوي ماشوم روغتیایی حالت اوس مهال د قناعت وړ او د ډاډ وړ بلل شوی دی.

#هلمند #واشر #ژغورنه #افغانستان #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button