افغانستان

د کورنیو چارو وزارت: موږ به اجازه ورنکړو چې اتباع د انساني قاچاق قرباني شي

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ټینګار وکړ چې د دې وزارت ځواکونه به اجازه ورنکړي چې افغان اتباع د انساني قاچاق شبکو قرباني شي.

هغه وویل چې د انساني قاچاق شبکې په ځینو ګاونډیو هیوادونو کې فعالې دي او د کورنیو چارو وزارت د دې شبکو سره د مقابلې لپاره اړین اقدامات کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې پولیس ځواکونه به د انساني قاچاق سره په جدي توګه مبارزه وکړي او د دې پدیدې څخه به اتباع خوندي کړي.

#افغانستان #د کورنیو چارو وزارت #د بشري قاچاق #پولیس #امنیت #سفیر تلویزیون

د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/34482

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button