سیمهنړۍ

د امریکا او سعودي په بریدونو کې د الحشد الشعبي ځواکونو د شهیدانو شمېر زیات شو

عراقي رسنیو د دغو ځواکونو پر پوستو د امریکا او سعودي د ګډو بریدونو وروسته د الحشد الشعبي ځواکونو د شهیدانو شمېر زیات شو او د وژل شویو کسانو د لسو کسانو انځورونه او نومونه یې خپاره کړل.

الاحد رسنیو د الحشد الشعبي ځواکونو په حواله راپور ورکړ چې په نینوا ولایت کې د دغو ځواکونو پر پوستو د هوایي بریدونو په پایله کې د شهیدانو شمېر ۱۰ او د ټپیانو شمېر ۶ ته لوړ شو.

ځینې رسنیو دا هم راپور ورکړ چې په موصل او دیالا سیمو کې د الحشد الشعبي ځواکونو د شهیدانو شمېر ۱۲ ته رسیدلی دی.

#عراق #مقبول_تحریک_ځواکونه #امریکا #سعودي_عربستان #نینوا #دیالا #سیمه ایز_بدلونونه #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button