افغانستانسیمه

د فواید عامې وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اورګاډي د لویو پروژو په اړه خبرې وکړې

د فواید عامې وزارت وايي چې د فواید عامې وزیر ملا محمد عیسی ثاني د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خجاییف سره په لیدنه کې د اقتصادي او ټرانزیټ همکارۍ پراخولو او د یو شمیر مهمو زیربنایي پروژو په اړه خبرې وکړې، په ځانګړې توګه د اورګاډي په سکتور کې.

د وزارت په وینا، دواړو خواوو د افغانستان د ټرانس ریل پټلۍ پروژې په اړه د مطالعاتو پیل، د تورغنډي بندر پراختیا، د هرات-مزار شریف ریل پټلۍ پروژې کې پانګونې او د حیرتان بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد زیاتوالي باندې ټینګار وکړ.

د فواید عامې وزیر دا هم وویل چې د ترانزیت اسانتیا لپاره د سالنګ لویې لارې لویه بیارغونه په چټکۍ سره روانه ده، او اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.

په پایله کې، دواړو خواوو د اقتصادي او ټرانزیټ همکارۍ پراختیا او د ګډو پروژو پلي کول د دواړو هیوادونو د ګټو د خوندي کولو لپاره مهم وګڼل او د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

#افغانستان #ازبکستان #اورګاډی #ترانزیت #عامه_ګټې #پانګه اچونه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button