افغانستان
د نورستان په سېلابونو کې د ورکو شویو کسانو د لټون عملیات دوام لري
د افغان سرې میاشتې ځانګړې ژغورنې ډلې، د اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار په سېلاب ځپلو سیمو کې د ورکو شویو کسانو په لټه کې دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې په دې پېښه کې ۲۳ کسان مړه شوي، ۳۷۸ کورونه او ۱۲۰ دوکانونه ویجاړ شوي دي.
چارواکي وايي چې د لټون او زیان ارزونې عملیات روان دي او د تلفاتو او زیانونو په شمېرو کې د بدلون امکان شته.
#نورستان #پارون #سیلاب #افغان_سره_سرې #د ژغورنې_عملیات #سفیر_ټی وی







