افغانستان

د تدارکاتو کمیسیون د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې تصویب کړې

د تدارکاتو کمیسیون چې د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ جوړه شوې وه، په خپله عادي غونډه کې د شاوخوا ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې تصویب کړې.

پدې غونډه کې، ۳۴ پروژې وڅیړل شوې، او د ۱۳ پروژو د تصویب سربیره، په ۱۶ پروژو کې تعدیلات راوستل شول، د یوې پروژې قرارداد لغوه شو، او د څلورو نورو پروژو بیاکتنه مسؤلو کمیټو ته وسپارل شوه.

په تصویب شویو پروژو کې د پکتیا ولایت د جانی خیلو ولسوالۍ کې د روغتون جوړول، د مخابراتي خدماتو چمتو کول، په یو شمیر ولایتونو کې د بریښنا ویش او لیږد پروژې، او د کابل ښار کې د څو داخلي سړکونو جوړول او بشپړول شامل دي؛ دا ټولې پروژې د افغانستان د اسلامي امارت له بودیجې څخه تمویل کیږي.

#افغانستان #د تدارکاتو_کمیسیون #پرمختیایي_پروژه #کابل #پکتیا #بریښنا

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button