سرچینې وايي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د “پاکستاني جوړو یا افغان جوړو” موټرو د واردولو کار په دایمي ډول بند شوی دی، او له دې وروسته به دا موټرونه د پرزو په توګه نه واردیږي، او نه به هم د دوی لپاره سټیکرونه صادر شي.
د دې سرچینو په وینا، د مالیې وزارت ته امر شوی چې د یوې میاشتې دننه د دې موټرو اصلي پرزې له ګمرک څخه لرې کړي.
سرچینې ټینګار کوي چې دا پریکړه جدي ده او پلي به شي.
#افغانستان #پاکستان #ګمرکونه #ګاډي #واردات








