افغانستان

اقتصادي کمیسیون د پانګونې د راجلبولو لپاره د مالیې او ګمرکي معافیتونو پلان بیاکتنه کوي

اقتصادي کمیسیون چې د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یې په خپله منظمه غونډه کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د هڅولو او راجلبولو په هدف د مالیې او ګمرکي معافیتونو د پلي کولو پلان بیاکتنه وکړه.

د کمیسیون د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، له بحث او غور وروسته، پریکړه وشوه چې یوه تخنیکي کمیټه به د ځانګړو غونډو په جوړولو سره پلان بشپړ کړي او د اقتصادي کمیسیون په راتلونکې غونډه کې به یې وروستۍ نسخه وړاندې کړي.

غونډې د تخار ولایت د مرکز تالقان ښاروالۍ په ځمکه کې د اوه پوړیز سوداګریز بازار د جوړولو پلان هم تصویب کړ.

د دې پلان پر بنسټ، خصوصي سکتور به دا پروژه د ۱۱۰ ملیون افغانیو په پانګونې سره پلي کړي، چې د چارواکو په وینا، لسګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

#افغانستان #پانګه اچونه #اقتصاد #تخار

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button