نړۍ

په ټوکیو کې په یوه لومړني ښوونځي کې لویه اورلګېدنه وشوه؛ یو شمېر زده کوونکي له کړکیو څخه وتښتېدل

جاپاني رسنیو راپور ورکړ چې په ټوکیو کې په یوه لومړني ښوونځي کې لویه اورلګېدنه وشوه، او د ښوونځي ودانۍ ځینې برخې په اور کې ډوبې شوې.

د راپورونو له مخې، ځینې زده کوونکي د پیښې پرمهال له ودانۍ څخه د وتلو ستونزه درلوده، او یو شمېر یې د کړکیو له لارې وتلو ته اړ شول.

اور وژونکي او د ژغورنې کارکوونکي په چټکۍ سره د پیښې ځای ته ورسیدل او د اور د کنټرول، د زده کوونکو د ایستلو او د وضعیت د ارزونې لپاره یې عملیات پیل کړل.

#جاپان #ټوکیو #اور #ښوونځی #زده کوونکي #ژغورنه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button