سیمه

د لبنان په جنوب کې د حزب الله او اسراییلي پوځ ترمنځ سختې نښتې

لبناني سرچینو د لبنان په جنوب کې د حزب الله جنګیالیو او اسراییلي پوځ ترمنځ د سختو نښتو د دوام خبر ورکړی دی؛ دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې اسراییلي سرتیرو د کفر بنیت بندر له محور څخه د “علي طاهر” غونډۍ او ښارګوټي په لور د پرمختګ هڅه وکړه.

د راپورونو له مخې، هغه نښتې چې تیره شپه ناوخته پیل شوې لا هم روانې دي، او د حزب الله جنګیالي د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره د صهیونیسټي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

ځایي سرچینې وايي چې د حزب الله ځواکونو له نن سهار راهیسې اووه ځله په سیمه کې د رژیم د پوځ پوستې په راکټي بریدونو سره په نښه کړې دي.

دا هم راپور ورکړل شوی چې شاوخوا ۲۰ اسراییلي سرتیري د نبطیه الفوقا او کفر بنیت ښارونو ترمنځ په یوه کور کې شتون لري، او لومړني معلومات ښیي چې دا ځواکونه لا تر اوسه له سیمې څخه د وتلو او شاتګ توانیدلي ندي.

لکه څنګه چې ځمکنۍ جګړه روانه ده، د اسراییلو جنګي جیټ الوتکو د لبنان د سویلي اسمان څخه د دریو ورځو غیر حاضرۍ وروسته د نبطیه، کفر تبنیت او کفر جوز په سیمو هم درنې هوایي حملې کړې دي.

#حزب الله #لبنان #اسرائیل #جنوب_لبنان #نابطیه #کفر تبنیت #علي_الطاهر

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button