د مسکو د تیلو په تصفیه خانې باندې د اوکراین ډرون برید
راپورونه ښیي چې اوکرایني ډرونونو په مسکو کې د کاپوټنیا د تیلو تصفیه خانه په نښه کړې، چې له امله یې په تاسیساتو کې اور لګېدلی دی.
د کاپوټنیا تصفیه خانه د روسیې په پلازمینه کې د تیلو د تولید او اکمالاتو یو له مهمو مرکزونو څخه دی او د مسکو د تیلو اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کوي.
خبري سرچینو اعلان کړی چې د برید وروسته د تصفیه خانې په ځینو برخو کې اور لګیدلی، مګر د زیان او احتمالي تلفاتو د اندازې په اړه دقیق جزئیات نه دي خپاره شوي.
دا برید په داسې وخت کې کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هیوادونو په نظامي او انرژۍ زیربناوو باندې د روسیې او اوکراین ترمنځ متقابل ډرون بریدونه زیات شوي دي.
#اوکراین #روسیه #مسکو #ډرون_حمله #کاپوټنیا_رفائنري #اور #اوکراین_جګړه #انرژي
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/33074?single








