افغانستان
په پروان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شول
د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په شیخ علي ولسوالۍ کې د مسافر وړونکي موټر او اکټروس ټرک د ټکر له امله پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، دا پېښه د دوشنبې په ماښام د شیخ علي ولسوالۍ په بیدقل سیمه کې رامنځته شوه.
د پروان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکینیار وویل چې په پېښه کې ټول مړه او ټپیان په وین کې سپاره وو.
هغه زیاته کړه چې د لارۍ چلوونکی د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی او د پېښې د لامل د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.
د شیخ علي ولسوالۍ د پروان-بامیان سړک په اوږدو کې موقعیت لري، چې هر کال ګڼ شمېر ترافیکي پېښې پکې رامنځته کېږي.
#پروان #شیخ_علي #ټرافیکي_پیښه #پیښې #افغانستان








