په بلخ ولایت کې ۲،۹۹۲ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته ویش
د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د بلخ ولایت د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ریاست د SFL (د نړیوال خوراکي پروګرام – WFP لخوا تمویل شوي) سره د لاسلیک شوي تفاهم لیک پر بنسټ، د یوې مفصلې سروې وروسته، په شورتهپې او دولت آباد ولسوالیو کې ۲،۹۹۲ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ویشلي دي.
په دولت آباد ولسوالۍ کې: ۲۸۵۰ کورنیو ته هر یو ته ۲،۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوې، چې ټولټال اته میلیونه دوه سوه پنځه شپیته زره افغانۍ (۸،۲۶۵،۰۰۰ افغانۍ) کیږي.
په شورتپې ولسوالۍ کې: ۱۴۲ کورنیو ته د خوراکي توکو کڅوړې وویشل شوې چې پکې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۴.۵۵ لیتره غوړي، ۶.۲۵ کیلوګرامه د نخود دال او نیم کیلوګرامه مالګه شامله وه.
دا مرسته د وچکالۍ څخه اغیزمنو کورنیو سره د ملاتړ او په سختو اقتصادي او اقلیمي شرایطو کې د دوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په هدف چمتو شوې ده.







