نړۍ

د امریکا په اوهایو کې په یوه فیستیوال کې ډزې؛ ۱۲ کسان ټپیان شوي

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د ټولیډو په ښار کې د ډله ییزې ډزو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

پولیسو اعلان کړی چې دا پیښه د ټولیډو په ښار کې د یو فیستیوال ته نږدې رامنځته شوې او ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، دوه وسله والو یو بل سره ډزې تبادله کړې او امنیتي ځواکونه لاهم د پیښې د شکمنو کسانو په لټه کې دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې ټول ټپیان ژوندي دي، خو د دوو کسانو حالت جدي ښودل شوی دی.

تر اوسه پورې، د ډزو کوونکو د انګېزې او د هغوی د هویت په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي او د پولیسو پلټنې روانې دي.

#امریکا #اوهایو #ټولیډو #ډزې #امنیت #پیښې

د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/32743

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button