نړۍ
په نوي ډیلي هوټل کې مرګونې اورلګېدنه؛ ۲۱ کسان مړه شوي
په نوي ډیلي کې په یوه هوټل کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د هند پولیسو اعلان کړی چې دا پېښه د جنوبي ډیلي په مالویا نګر سیمه کې شوې او د ژغورنې ځواکونو توانیدلي چې لسګونه کسان د ودانۍ له دننه څخه وژغوري.
راپورونه ښيي چې یو شمېر بهرني اتباع هم د قربانیانو په ډله کې دي او د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت جدي بلل شوی دی.
سیمه ییزو چارواکو دا پېښه په وروستیو کلونو کې د هند په پلازمېنه کې د اور لګېدنې له تر ټولو وژونکو پېښو څخه یوه بللې ده.
د اور لګېدنې لامل لا نه دی ټاکل شوی او څېړنې روانې دي.
#هند #نوی_ډیلي #اور #پیښه #هوټل
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32666








