سیمهنړۍ

بي بي سي: د ۸ هېوادونو په ۲۰ امریکايي اډو باندې د ایران بریدونو پراخ زیانونه اړولي دي

بي بي سي د سپوږمکۍ انځورونو د تحلیل پر بنسټ په یوه راپور کې اعلان کړی چې د شخړې له پیل راهیسې د منځني ختیځ په اتو هېوادونو کې د ایران بریدونو لږترلږه ۲۰ امریکايي پوځي تاسیسات په نښه کړي او زیانمن کړي دي.

د راپور له مخې، د هوايي دفاع سیسټمونه، کشفي الوتکې، د تیلو ډیپوګانې او مخابراتي زیربناوې د هغو تاسیساتو په ډله کې دي چې په دې بریدونو کې زیانمن شوي دي.

بي بي سي زیاته کړې چې د زیان اندازه ملیاردونو ډالرو ته رسیدلی شي او د هغې اندازه د رسمي خپرو شویو ارزونو څخه ډیره ده.

یو شمیر شنونکو دا هم ویلي چې د دې بریدونو ساحه او دقت د هغه څه څخه ډیر دی چې امریکایی چارواکو تر دې دمه منلی دی.

#ایران #امریکا #بي بي سي #منځنی ختیځ #پوځي_بیس #نړۍ

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button