د افغانستان فوټبال فدراسیون د مالدیپ څلور اړخیزه سیالیو کې د ګډون لپاره د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې ته د بلنې ورکړل شوي ۲۳ لوبغاړو وروستۍ نوملړ اعلان کړ.
د فدراسیون د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، فیصل احمد حمیدي، کیوان متقیان، علي سینا حکیمي، مصور احدي، مصطفی عمرخیل، احمد شکیب مهري، امید آرزو، علي رئیس مرادي، حبیب الله عسکر، نوید محبوبي، علي رضا پناهي، الیاس منصور او حامد مومند په ملي لوبډله کې دي.
رحمت اکبري، جمشید اچکزی، ساحل سروري، امین نبی زاده، امید موسوي، مازیار کوهیار، امید پوپلزي، یاسر صافي، رومین فضلي او محبوب حنیفي هم د ملي لوبغاړو په وروستي نوملړ کې شامل دي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ څخه تر لسمې پورې د مالدیپ په څلور کلنو سیالیو کې د پاکستان، مالدیپ او بنګله دیش پر وړاندې لوبه وکړي.








