افغانستانویډیويي راپور
د مزار شریف – حیرتان د ریل پټلۍ پنځم بندر د ۶.۳ ملیون ډالرو په لګښت پرانیستل شو
د مزار شریف – حیرتان د ریل پټلۍ پنځم بندر د فواید عامې وزارت لخوا د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر، د فواید عامې وزیر، د ازبک حکومتي چارواکو، سیمه ییزو چارواکو او د بلخ ولایت د اوسیدونکو په شتون کې پرانیستل شو.
د بلخ ولایت د فواید عامې ریاست چارواکو وویل چې د ازبکستان سره په قرارداد کې د ریل پټلۍ او غیر ریل برخو، ودانیو، لینونو او د هغې زیربناوو کې د دې پروژې لګښت ۶.۳ ملیون ډالر و.
د دې چارواکو په وینا، د دې پروژې د پلي کولو لګښت به د فواید عامې وزارت له بودیجې څخه ورکړل شي.







