افغانستانسیمه

افغانستان او قطر د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په پراختیا ټینګار کوي

د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې د لومړي وزیر دفتر عمومي رییس ډاکټر عبدالواسع په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د قطر له سفیر میردف بن علي القشوتي سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.

🔹 د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د قطر سفیر له افغانستان سره د خپل هیواد اړیکې تاریخي او پیاوړې وبللې او ویې ویل چې دوحه هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې همکارۍ او پراختیایي پروژې پراخې کړي.

🔹 هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړیکې د سیمې د اقتصاد، امنیت او ثبات لپاره هم مهمې وګڼلې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره یې د قطر پر هڅو ټینګار وکړ.

🔹 په ورته وخت کې، ډاکټر عبدالواسع د افغانستان او قطر ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او په تیرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې د سولې او ثبات په ملاتړ کې د قطر د رول ستاینه وکړه.

🔹 په پای کې، هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د متقابل درناوي او د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button