سیمه

نتنیاهو په غزه کې د عزالدین القسام لوا د قوماندان د وژنې ادعا وکړه

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاټز ادعا کړې چې د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام لوا قوماندان عزالدین حداد په غزه کې وژل شوی دی.

اسرایلي رسنیو راپور ورکړی چې عزالدین حداد د غزې ښار په رامال سیمه کې د استوګنې ودانۍ په بمبارۍ کې په نښه او وژل شوی دی.

اسرایلي سرچینو دا هم ادعا کړې چې ودانۍ ته نږدې یو موټر هم په نښه شوی دی.

د فلسطین خبري اژانس شهاب اعلان وکړ چې په برید کې څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/32124

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button