نړۍ
کرملین: چین ته د پوتین د سفر نیټه به ډیر ژر اعلان شي
د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف اعلان وکړ چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین د سفر جزئیات نهایی شوي او د سفر نیټه به ډیر ژر اعلان شي.
د پیسکوف په وینا، پوتین او شي جین پینګ به په خپله راتلونکې غونډه کې د چین ته د ډونالډ ټرمپ د وروستي سفر پایلو په اړه بحث وکړي.
د کریملین ویاند ټینګار وکړ چې د روسیې او چین اړیکې یوازې په اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پورې محدودې نه دي، بلکې د تعلیم، بشري مسلو او پرمختللو ټیکنالوژیو ساحې هم پکې شاملې دي.
هغه دا هم وویل چې مسکو د امریکا او چین د خبرو اترو پایلې له نږدې تعقیبوي، ځکه چې دا اړیکې د روسیې په ګډون د ډیری هیوادونو لپاره ځانګړي اهمیت لري.
پیسکوف په کیوبا کې د انرژۍ وضعیت هم “سخت” وباله او ویې ویل چې روسیه د کیوبا له مشرتابه سره په دې مسله کې په تماس کې ده.








