د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او واشنګټن به یوازې هغه وخت له تهران سره یوې معاملې ته راضي شي که چیرې دوی “ښه تړون” ته ورسیږي.
ټرمپ دا هم ادعا وکړه چې امریکا د ایران پورې اړوند وضعیت باندې بشپړ کنټرول لري او که اړتیا وي نو خپل “ماموریت” به بشپړ کړي.
هغه زیاته کړه چې هغه د ایران د مسلې د حل لپاره د چین مرستې ته اړتیا نلري، مګر هغه به د چین له ولسمشر سره د ایران پورې اړوند پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، نو د نړۍ امنیت به له خطر سره مخ شي.








