سیمه
د هرمز تنګي کې د ایران او امریکا د ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه
رسمي رسنیو راپور ورکړ چې د هرمز تنګي کې د ایران د تیلو د ټانکر په وړاندې د امریکایي ځواکونو د اقدام وروسته د دواړو خواوو ترمنځ نښتې او ډزې وشوې.
په ورته وخت کې، د ایران په څو جنوبي ښارونو کې د چاودنو راپورونه اوریدل شوي دي.
د ایران دولتي تلویزیون اعلان وکړ چې د نښتې په جریان کې ایراني ځواکونو د دښمن په واحدونو توغندي وویشتل او مخالف ځواکونه له زیانونو وروسته بیرته شاته شول.
د تسنیم خبري اژانس دا هم راپور ورکړ چې د ایران سمندري ځواکونو د هرمز تنګي ته نږدې درې امریکایي ویجاړونکي کښتۍ په نښه کړې.
د تسنیم په وینا، د امریکا ویجاړونکي کښتۍ د دې بریدونو وروسته د عمان سمندر ته وتښتېدې.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/31867








