افغانستان
په غور کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ۱۰۰ موټرسایکلونو ویش
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د غور ولایت د پولیسو د قوماندانۍ واحدونو او قطعاتو ته ۱۰۰ موټرسایکلونه ویشل شوي دي.
د وزارت په وینا، دا موټرونه د غور د جغرافیایي وضعیت سره سمون لري او د جرمي پیښو په چټک غبرګون او د خلکو د امنیت د ښه ډاډمن کولو لپاره به وکارول شي.
چارواکو زیاته کړه چې د دې موټرسایکلونو کارول به د امنیتي ځواکونو د خوځښت په ښه کولو او په ولایت کې د امنیت د کچې په لوړولو کې اغیزمن رول ولوبوي.








