نړۍ
د میانمار په بندر کې لویه چاودنه؛ له لسو څخه زیات د تیلو ټانکونه اور واخیست
د میانمار د ساګاینګ سیمې د همالین په بندر کې یوې لویې چاودنې له امله د تیلو له لسو څخه زیاتو ټانکونو کې اور ولګېد.
عیني شاهدانو راپور ورکړ چې اور په چټکۍ سره خپور شو او د پیښې په پایله کې څو کسان ټپیان شول؛ د ژغورنې ټیمونه اوس مهال د اور د کنټرول هڅه کوي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/31286








