افغانستاننړۍ

چین د افغانستان پولې ته نږدې په شینجیانګ ولایت کې نوی اداري واحد “سانلینګ” جوړوي

هندي رسنیو راپور ورکړی چې چین د افغانستان او پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر پولې ته نږدې په شینجیانګ ولایت کې د “سانلینګ” په نوم یو نوی اداري واحد جوړ کړی دی.

ویل کیږي چې دا اقدام د واخان دهلیز په اوږدو کې د امنیت د ټینګولو په موخه شوی دی.

رسمي چینایي سرچینو تر اوسه د دې اداري واحد د جوړولو په اړه تبصره نه ده کړې.

د راپورونو له مخې، نوی جوړ شوی اداري واحد د قراقرم غرونو لړۍ ته نږدې او د واخان دهلیز په اوږدو کې موقعیت لري، یوه تنګه لاره چې چین له افغانستان سره نښلوي.

چینایي چارواکو ویلي چې د دې اداري واحد د جوړولو هدف د پولې کنټرول پیاوړی کول او د چین خاورې ته د اویغور بیلتون غوښتونکو جنګیالیو د احتمالي نفوذ مخنیوی دی.

دا دریم نوی اداري واحد دی چې چین په یوه کال کې په شینجیانګ کې جوړ کړی دی.

د شینجیانګ د سیمه ییز حکومت د اعلان پر بنسټ، دا اداري واحد د مارچ په ۲۶مه تاسیس شو او د کاشغر ښار د ادارې لاندې به فعالیت وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button