د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې بیجینګ د خبرو اترو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل ملاتړ کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ په فعاله توګه منځګړیتوب کړی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او اړیکو ښه کولو کې به رغنده رول ولوبوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د پنجشنبې په ورځ (پنجشنبه، د وری۱۳مه، ۱۴۰۵) د چین په ارومچي ښار کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې.








