افغانستان
په لوګر ولایت کې زرګونو ناروغانو د افغاني سرې میاشتې له روغتیايي خدماتو څخه ګټه پورته کړه
په تیرو ۳۰ ورځو کې، د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارمندانو د لوګر ولایت په مختلفو ولسوالیو او کلیو کې ۳۲۶۵ ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
په دې خدماتو کې د درملو ویشل، د ټپونو پټۍ کول، د واکسینونو تطبیق، د خوارځواکۍ سره مبارزه، د زیږون دمخه او وروسته اړینې روغتیایی مشورې ورکول، او د کورنۍ پلان جوړونه شامله وه.
سربیره پردې، ۳۸۲۹ ناروغانو ته اړین روغتیایی مشورې ورکړل شوې دي.








