افغانستان

د شهیدانو او معلولینو په چارو وزارت کې ۴۰ معلولینو ته د ویلچیرونو او نغدي مرستو ویش

د افغانستان اسلامي امارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د یوې خیریه موسسې په همکارۍ، ۴۰ مستحقو معلولینو ته ویلچیرونه وویشل.

د ویلچیر سربیره، هر مستحق کس ته د دوی د ځینو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نغدي مرسته هم ورکړل شوه.

دا اقدام د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روانو ملاتړ پروګرامونو یوه برخه ده ترڅو د معلولینو او د شهیدانو کورنیو د ژوند کیفیت ښه کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button