د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په حواله ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د فبروري له ۲۶ څخه د مارچ تر لومړۍ نیټې پورې د پاکستان د پوځي ځواکونو لخوا په افغان خاوره کې بریدونه شوي چې له امله یې ۳۴ ملکي وګړي شهیدان او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دې سرحدي نښتو له پاکستان څخه راستنیدونکي افغان کډوال سخت اغیزمن کړي دي او مرستندویه ادارې د ناامنۍ له امله نشي کولی دغو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.
دوجاریک دا هم خبرداری ورکړ چې احتمال شته چې په نږدې راتلونکي کې له ایران څخه افغانستان ته د راستنیدونکو افغان کډوالو شمیر زیات شي، چې کولی شي په هیواد کې د بشري وضعیت په اړه نور فشار راوړي.








